Banner

ټپيزې: محمد حنيف حيران

25.01.2010 18:34

واړه ښايسته د ګل په څېر کې
هر يو مين ته يې بې شمېر کې
د هر چا زړه ته يې ورتېر کې
خدايه ښايسته په دنيا ډېر کې
که ياري نکړي تش ديدن يې خوند کوينه

څه به کوم نصيب مې خوار دی
زړه مې بې ننګ سره ايسار دی
که يې پرېږدم له خدايه ډار دی
سبا مې بيا د کډو وار دی
په سر به پنډې چلوم په زړه غمونه

ښه دې تر دې زندګي مه شه
پېښه د مرګ رسوايي مه شه
کمه تر دې دې نيستي مه شه
مساپري دې روزي مه شه
زه دې په سپينه خوله ويده پرېښې ومه

په عزت لاړو رسوا راغی
ډک ملا بند تر ملا راغی
په ټيټو سترګو تر ما راغی
جانان له جنګ نه په شا راغی
په پرونی ورکړې خوله پښېمانه يمه

په دښمنانو باندې بريد که
ختم د وخت هر يو يزيد که
وطن دې پير ځان دې مريد که
ته په سنګر کې ځان شهيد که
زه به سور شال ستا په مزار وغوړومه

بخت وزیر 10.05.2011 09:30

سلامونه او نیکې هیلې حیران صیب !
الله دی تل د شعر ښآپیرۍ همداسې مخ په بره زوروره لره د تاسو د کامیابۍ په هیله
بخت وزیر

احمد پکتين 12.03.2010 12:30

ګرانه حنيف حيران ، مينه او سلامونه ومنه،
ډېرې ښايسته ټپېزې دي ، هيله من يم چې ژر تر ژر يو ټولګه يې چاپ کړي
بريالی او ودان اوسي

للطیف لله طوطاخيل 27.01.2010 12:07

يو شکلۍ سلام حيران صيب!!!

ډډيری ، ډيری , ,ډيرې او بيخی ډيری په زړه پوری ټپی وی
نشم کولاۍ چه په څه قسم يي وستايم خو دومره به ووايم ا دی ارين اااحمدزی ورور خبره چه په خدای په زړونو پاچاهی کوی
او کاش که دی هارون پاچا په زړه راښکونکی اواز کی زمزمه شوی وای
وايي چه شيدی خو يو نعمت ده خو چه غوړې ورسره شی نو نعمت الله شې

ستاسو ورور لطيف الله طوطاخيل

totkheil 27.01.2010 09:49

salamona
yar bei de sa bla kari dere khondori tafezi de leikili
po las de barkat sha
manan

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.